د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بالا حصار په سیمه کې د څارویو خرڅلاو او د ډبرو سکرو په موخه ایښودل شوې کپې ونړول شوې!

24 قوس 1399

 

دا سیمه د یو شمیر زورواکو له لوري غصب کیږي او دا دویم ځل دی چې، د بالاحصار سیمه یې په کثافاتو بدله کړې ده . څه باندې دوه میاشتې مخکې دا سیمه یو ځل پاکه شوې وه، خو له بده مرغه د سیمې اوسیدونکو د ناحیې پر کارکوونکو د چړو ګوزارونه وکړل خو بیا يې هم سیمه پاکه کړه . په یاده سیمه کې د پلورونکو په وینا دا سیمه د غزني وال په نامه د یو کس له لوري چې د کابل ښار ټول د څارویو پلورلو ځایونه یې په ټیکه نیولي ، په کرایه ورکوي او دوی هیله وښوده چې له یاد کس سره جدي قانوني چلند وشي. د پاکولو په دې عملیاتو کې له لاهوری دروازې په سیمه کې هم سړکونه او پلې لارې له ناقانونه کپو،غرفو او نورو خنډونو چې د تګ راتګ په برخه کې یې ستونزې لا ولاړې کړې وې پاک شول او د ناحیې کارکوونکي په څو ټیمونو کې د منډوي او تیمورشاهي سیمو کې په دندو ګمارل شوي، څو یادې سیمې پاکې کړي.