د اوومې ناحیې اړوند په دوغ اباد سیمه کې د غوره ښاري نظم راتګ په موخه د ښاري نظم عملیاتي پلان تطبیق شو. د یادو عملیاتو په ترڅ کې پلې لارې او سړکونه له ناقانونه رغونو،ناقانونه غرفو،کپو او نورو خنډونو چې د ښاري بې نظمۍ سبب ګرځیدل پاک شو. له درنو ښاریانو هیله لرو،څو دوی خپله ځان مسئول وګڼي او د ښاري فرهنګ په وده،ښاري نظم او مناسب چاپیریال رامنځ ته کیدو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د کابل ښاروالۍ له لوري سرغړونې په جدي توګه څیړل کیږي او ژمنیا لري څو، له سرغړونو او خپل سریو مخنیوی وشي. د یادې ناحیې په اړوند سیمو کې د دویم ځلي سرغړونې په صورت کې جدي قانوني چلند کیږي.
د اوومې ناحیې اړوند په دوغ اباد سیمه کې د ښاري نظم عملیاتي پلان تطبیق شو!
24 قوس 1399