له ناقانه غرفو، کپو، تاسیساتو، فلزي زینو، نامنظمو اعلانونو او نورو خنډونو چې دتګ راتګ پر وړاندې یې ستونزې را ولاړې کړې دي، د زرغونونو سیمو، ګلدانونو او سړکونو پاکول د دې پروګرامونو برخه ده . د ښآري په مرکزي سیمو کې دوه ټیمونه په دنده بوخت دي، څو د ده افغانانو او اسمايي واټ لاسي توکي پلورونکي تنظیم کړي او له ترافیکي ګڼې ګوڼې مخنیوی وکړي. په ورته وخت کې د لاسي توکو پلورونکو لپاره په غوره او مصئون ځای موندلو کار روان دی، څو ښاري نظم ګډوډ نه کړي.