د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:28 ق-ظ
لمر راختل 5:01 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:35 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:36 ب-ظ
د ماښام آذان 6:43 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:14 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 77.4760 افغانی
1 یورو 91.3467 افغانی
1 درهم 21.1381 افغانی
1 تومان 0.0034 افغانی
1 کلدار 0.4975 افغانی
1 هندی 1.0717 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له هغه کسانو سره چې ونې یې پرې کړې دي جدي قانوني چلند کیږي!

25 قوس 1399

کابل ښاروالي له هغه کسانو سره چې د جنګلک په سیمه کې یې ونې پرې کړې دي او ښاري سرغړونه یې ترسره کړې ده، جدي قانوني چلند کوي. د اوومې ناحیې اړوند د جنګلک سړک له ګلدان یو شمیر کسانو له ۱۰ تر ۱۴ کلونو عمر لرونکې اصلي ونې پرې کړې دي او موضوع تر څیړنې لاندې ده . د داسې سرغړونې تاوان پرې کولو په موخه سرغړونکي مکلف دي د ښار او کور جوړونې قانون د اتلسمې مادې پنځم بند له مخې اصلي بڼې ته په کتو څلور چنده نغدي جریمه پرې کړي. سرغړونکي مکلف دي له محاسبې وروسته کابل ښاروالۍ ته تاوان ورکړي. کابل ښاروالي د قانون تطبیق کولو او ورته سرغړونو ته  رسیدنه لومړیتوب ګڼي، څو په ټولو قانون یو ډول تطبیق شي او د داسې سرغړونو له بیا ځلي تکرار مخنیوی وشي.