د ۲۲ ناحیې اړوند د حسین خیلو له دریم سړک تر سیدجماالدین افغان ښارګوټي د اصنافو فعالیتونه و ارزول شول. سیمې له هغه لاسي توکو پلورونکو چې دویم ځل یې په یاده سیمه کې فعالیت پیل کړی وو، پاکه شوه، د دوکانونو مخې رغونې ونړول شوې او د یادې ناحیې د چاپیریال ساتنې مدیریت او څیړنې په موخه ګمارل شوې هیات له لوري تیر وخته او بې کیفیته خوراکي توکي راټول او لازمې توصیې ورکړل شوې، څو د چاپیریالي روغتیا ریاست له طرزالعمل سره ځانونه برابر کړي. په همدې توګه د یوه تنظیفي حشر په ترڅ کې د حسین خیلو سړک او ویالې پاکې شوې.