د پروان سړک یوه برخه له جهان پارک د یولسمې او اولسمې ناحیې تر سرحده ( کمال ارتوپیدي روغتون) پورې د یو کیلو متر په اوږدوالي له خنډونو پاکه شوه. د پاکولو په دې عملیاتو کې د دریو رستورانتونو او ۱۰ نانواییو مخې ته ناقانونه رغونې، په پلو لارو کې درې خامې او کانګریټي خونې چې اوس د روږدو کسانو په غونډځای بدل شوی وو، ۵۰ ناقانونه غرفې چې د سړک پر سر ایښودل شوې وې او نور خنډونه پاک او ونړول شول.
د خیرخانې مینې د لومړي سړک یو کیلو متر برخه له خنډونو پاکه شوه!
26 قوس 1399