د ولسمشرۍ مانۍ لومړي مرستیال د کابل ښاروالۍ پنځه تنه هغه کارکوونکي چې د غصب شوو ځمکو په راګرځولو کې یې په میړانه کار کړی وو، په مادي او معنوي بڼه وستایل . د کابل ښاروالۍ یادو کار کوونکو، چې د باغ علیمردان په سیمه کې د غاصب له لوري وهل ټکول شوي هم وو، خو بیا یې هم په میړانه او جدیت له ځانه دفاع وکړه او خپله دنده یې په ریښتنې توګه ترسره کړه . د کابل ښاروالۍ کارکوونکي په ښار کې د نظام اصلي استازي دي، چې عامه خدمتونه ترسره کوي او د افغانستان ج.ا، دولت د امنیتي میثاق په تطبیق او ښاري نظم راوستو کې له دې زیارکښې برخې په جدي توګه ملاتړ کوي.
د کابل ښاروالۍ پنځه تنه کارکوونکي وستایل شول!
29 قوس 1399