د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:28 ق-ظ
لمر راختل 5:01 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:35 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:36 ب-ظ
د ماښام آذان 6:43 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:14 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 77.4760 افغانی
1 یورو 91.3467 افغانی
1 درهم 21.1381 افغانی
1 تومان 0.0034 افغانی
1 کلدار 0.4975 افغانی
1 هندی 1.0717 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له اور مړه کوونکو بالونونو ګټه اخیستل د اور سوځیدنې خطر کموي!

30 قوس 1399

د اور لګیدنې خطر په لوړپوزیزو ودانیو،هټیو او لیږدونکو وسایلو کې د اور سوځیدنې ضد بالونونو د نشتوالي له امله رامنځ ته کیږي. په داسې ځایونو کې اور لګېدنه نه جبران کیدونکي زیانونه زیږوي. دې ته په کتو چې ځان او ټولنې ته زیان ونه رسو او د انساني ناورین سبب ونه ګرځو او د اور لګیدنې د خطر باعث نشو، اړینه ده د اوسیدو په هر ځآی کې په ځانګړې توګه لوړپوړیزو ودانیو، دوکانونو او نورو عمومي ځایونو کې د اور لګیدنې د خنثی کولو له وسایلو ګټه پورته کړو. د اور لګیدنې لومړی نښه دود او حرارت دی، له همدې کبله د اور لګیدنې د کشف لپاره اړینه ده هر یو مسئولیت ادا کړو او د اور لګیدنې ضد بالونونه و کاروو. په کورونو، موټرونو او نورو عمومي ځایونو کې د اور لګیدنې له حریق ضد وسایلو او بالونونو ګټه اخیستل به د اور لګیدنې په پایله کې رامنځ ته کیدونکي زیانونه کم کړي.