الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د لسمې ناحیې له اړوند سړکونو او پلو لارو خنډونه پاک شول!

30 قوس 1399

د ښاري نظم عملیاتي پلان د تطبیق په لړ کې، د لسمې ناحیې اړوند د قلعه فتح الله له لومړي تر نهم سړک او له شهید څلورلارې تر هوايي ډګر پورې سړکونه او پلې لارې له ودانیز توکو، کانګریټي دیوالونو، غرفو او نورو خنډونه چې د خلکو د تګ راتګ په برخه کې یې ستونزې را ولاړې کړې وې پاک شول . په یاده سیمه کې د نورو خنډونو لمنځه وړلو په موخه چې د ښاري نظم او ګڼې ګوڼې لامل ګرځي اقدامات تر لاس لاندې دي. له دې وروسته د ښاریانو هغه ودانیز توکي چې د لارې بندیدو سبب ګرځي، د دوی په واسطه د دوی ودانیو ته ور انتقال کیږي او دا پروسه د ښار په ټولو برخه کې دوام مومي او له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کیږي. دغه راز په یادو سیمو کې د دوکانونو مخې ته د رغونکو تاسیساتو مالکانو او نورو اصنافو ته چې په یادو سیمو کې فعالیت کوي اخطار ورکړل شو، څو د بازارونو په نظم کې خپله ونډه ادا کړي، کنه جریمه کیږي او تادیبي جزا ورکول کیږي. ښاري نظم د قانون منونکو ښاریانو په واسطه رامنځ ته کیږي، ځکه له ښاریانو د همکارۍ هیله لرو.