د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شپږمه ناحیه کې د ګذر وکیل لپاره ټاکنې ترسره شوې!

30 قوس 1399

د کابل ښاروالۍ له لوري د ګذر وکالت د نوې مقررې له مخې د شپږمې ناحیې اړوند د دریمې کارتې په لومړي ګذر کې د یاد ګذر د وکالت لپاره شفافې ټاکنې ترسره شوې. د ټاکنو په پایله کې احسان الله اخنزاده د خلکو د ۱۷۳ رڼو رایو په ترلاسه کولو سره د یادې ناحیې د لومړي ګذر د وکیل په ټوګه وټاکل شو. کابل ښاروالي د ګذر وکیلانو ټاکنو پروسه په دریو پړاونو کې تطبیقوي او لومړی په هغه ناحیو کې د ګذر وکالت لپاره ټاکنې ترسره کیږي چې وکیل یې مړ وي، له دندې یې استعفا ورکړې وې او خلک ترې شکایت ولري او وروسته به دا لړۍ په نورو ناحیو کې هم تطبیق شي.