کابل ښاروالۍ د نوې کارتې په سیمه کې د ښاري نظم عملیاتي پلان له تطبیق او په یاده سیمه کې د ناقانونه تاسیساتو له پاکولو وروسته، د نوې کارتې د اصلي سړک اړوند فرعي سړکونو او د یوه پارک پر جوړولو اقدام وکړ. ټاکل شوې ده دا فرعي سړکونه په بنسټزه توګه د نوې کارتې تپه له بګرامیو نساجۍ سره ونښلوي. معیاري پرمختګ او د شبکوي سړکونو جوړښت په ښاري نظم او د ښاریانو په اقتصادي وده کې مرسته کوي، چې له فني او تخنیکي مطالعاتو وروسته به په نیږدې راتلونکې کې د لسګونو ګټورو ټولګټو پروژو د تطبیق شاهدان و اوسو.
په ښار کې د آبادۍ او ښکلا پروګرامونه پلي کیږي!
30 قوس 1399