د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:28 ق-ظ
لمر راختل 5:01 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:35 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:36 ب-ظ
د ماښام آذان 6:43 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:14 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 77.4760 افغانی
1 یورو 91.3467 افغانی
1 درهم 21.1381 افغانی
1 تومان 0.0034 افغانی
1 کلدار 0.4975 افغانی
1 هندی 1.0717 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کاتب پوهنتون مسئولانو خپل هغه اړوند کانګریټي دیوالونه چې د لارې بندیدو سبب ګرځیدل په خپله لرې کړل.

2 جدی 1399

د شپږمې ناحیې اړوند د دریمې کارتې په سیمه کې د کاتب پوهنتون مسئولانو خپل اړوند کانګریټي دیوالونه چې، د لارې بندیدو سبب ګرځیدل خپله تنظیم کړل،چې کابل ښاروالي د پوهنتون د مسئولانو دا کار ستایي او پکار ده ټول ښاریان په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي. له نیکمرغه تر دې دمه لسګونه او پلې لارې د دریمې کارتې په سیمه کې له خنډونو پاکې شوې دي او دا لړۍ روانه ده. له دې کبله غوره ده،چې له اړتیا پرته په سړکونو او پلو لارو کې د کانګریټي دیوالونو د بندیدو سبب ونه ګرځو او که مو ایښي وي پخپله یې د لرې کولو په اړه اقدام وکړو. سړکونه او پلې لارې عام ملکیتونه دي چې په ټولو ښاریانو پورې اړه لري او د یو شمیر ښاریانو له لوري یې بندول ناقانونه کړنه ده. د سړکونو او پلو لارو په خلاصیدو سره به په نیږدې راتلونکې کې په اقتصادي او امنیتي برخه کې د غوره مثبت تغیر شاهدان و اوسو.