د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لاسي توکو پلورونکو د مصئون فعالیت ازمايښتي طرحه نن له لومړی ناحیې پیل شوه!

2 جدی 1399

کابل ښاروالۍ نن د لومړی ناحیې اړوند له تیمورشاهي سیمې د معیاري او نا خوځیدونکو او غوره ډیزاین پروژو کراچیو په ایښودو سره د لاسي توکو پلورونکو د مصئون فعالیت ازمایښتي طرحې تطبیق  پیل کړ.

دا سیمه چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې له هغه لاسي توکو پلورونکو چې په نامنظمه توګه یې فعالیت کاوه او سړکونه او پلې لارې یې بندې کړې وې پاکه شوې وه،چې له دوی سره په همغږۍ ورته نوې ډیزاین شوې کراچۍ وړاندې شوې.

اوسمهال د تیمورشاهي مقبرې شاوخوا ۱۵۰ تنه د لاسي توکو پلورونکي یو ځای شوي دي او ژمن دي څو له نویو جوړو شوو معیاري کراچیو ګټه پورته کړي او  په منظمه توګه خپل فعالیت ترسره کړي.

دا طرحه د ښاري نظم د غوره کیدو په موخه د ښاري نظم د اجرا کمیټې له لوري نن پیل شوه.

دغه راز یو شمیر نورو لاسي توکو پلورونکو په دې سیمه کې د قانون فعالیت کولو ډاډ ورکړی او خپل فعالیت په همدې توګه ترسره کوي.

له دې ډلې د علیمردان باغ،پامیر سینما،د نوم ورکي ساتونکي چوک او پل خشتي سیمو لاسي توکو پلورونکو هم ژمنه کړې چې دوی به هم په راتلونکي کې له دې ډیزاین شوو کراچیو ګټه پورته کوي.

د یادونې وړ ده چې دا کراچۍ د لاسي توکو پلورونکو پخپل مصرف جوړې شوې او یوازې د ډیزاین چارې یې په یو ډول د کابل ښاروالۍ له لوري ترسره او ویشل کیږي.