د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل د ختیځو سیمو اوسیدونکو ته په زړه پورې زیری!

2 جدی 1399

د کابل ښار د شپاړسمې او دوولسمې ناحیې پر مشترک برید (الوخېلو سیمه) کې د ښاروالۍ پر ځمکه ستر او معیاري کرکټ لوبغالی جوړېږي د کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ او مسئولینو دوامداره ټېنګار او غوښتنه دا وه، چې دا لوبغالی باید په لومړي مکروریانو سیمه کې چې (د ملي بسونو تمځای) دی جوړ شي او یا هم اوسني کرکټ میدان ته توسعه ورکړله شي. دا دواړه وړاندېزونه ‌‌‌‌‌‌ډېر معقول او ‌‌‌‌‌مناسب نه وو او کابل ښار ته یې نوې ټرافیکي، ټولنیزې اود چاپیریال ساتنې برخه کې ستونزې زېږولې، چې کابل ښاروالۍ یې کلک مخالفت وکړ.   د کابل ښاروالۍ رهبرۍ او کاري ټيم د ګڼو منطقي، معقولو، تخنیکي او ټولنیزو دلایلو په وړاندې کولو او د سیمو د برابرې پراختیا د اصل پربنسټ پر دې ټېنګار کاوه، چې یاد کرکټ لوبغالی باید په الوخېلو سیمه یا 22مه ناحیه کې جوړ شي او د جلالتمآب ولسمشر په وړاندې د ښاري پراختیا د عالي شورا په غونډه سربېره له کرکټ بور‌‌‌‌‌‌‌ډ مسئولینو سره په ټولو غونډو کې دا موضوع په بشپړ جدیت سره تعقیب شوه.  بالاخره د جلالتمآب ولسمشر له لوري د کابل ښاروالۍ وړاندېز منظور شو او یاد لوبغالی به په الوخېلو سیمه کې جوړېږي، چې 60 جریبه ځمکه یې هم د کابل ښاروالۍ له لورې ورکول کېږي.   د سیمو برابره پراختیا او د کابل ښار ختیځو سیمو ته د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ ځانګړې پاملرنه په تېرو کابو شلو کلونو کې بېسارې او د سیمې د اوسېدونکو مسلم حق دی، چې باید دوام ومومي.   په یاده سیمه کې به د دغې سترې زیربنایي او پرمختیايي پروژې په تطبیق سره ګڼ ټولنیز، اقتصادي، فرهنګي، سپورټي او ښاري فرصتونه رامنځته شي چې خلک به ترې ګټه پورته کړي او په لنډه موده کې به د کابل ښار ختیځې څنډې د لا پراختیا په لور چټک حرکت پيل کړي.