کابل ښاروالي د کابل پولیسو په مرسته د حمایوي او تقویتي پروګرامونو پر بنسټ، په دویم ځل د لومړی ناحیې اړوند پامیر سینما ته غځیدلي سړکونه او پلې لارې له له بې نظمیو پاکې کړې او په دې سیمه کې به د نوي ډیزاین کراچیو له مخې په بېسارې توګه د لاسي توکو پلورونکو ستونزه حل او ګڼه کوڼه به په بېسارې توګه کمه شي او په دې توګه به د لاسي توکو پلورونکو او نورو فعالیت کوونکو فعالیتونه تنظیم شي. کابل ښاروالي د غوره لارو چارو په سنجولو سره د لاسي توکو پلورونکو د فعالیت لپاره ځانګړي ځایونه په پام کې لري، له دې پرته به له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند وشي.
د پامیر سینما په سیمه کې د ښاري نظم عملیاتي پلان په پراخه کچه تطبیق شو!
2 جدی 1399