د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال سرمحقق محمد فاضل شریفي چې له کابل ښاروالۍ څخه د ملاتړ پروژې(اروپايي ټولنې) سرپرست نصرالله الم یې ملتیا کوله د پغمان له عمومي باغ لیدنه وکړه. د یادې لیدنې په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال وویل چې، په پام کې ده له یاد باغ څخه د لیدونکو د روغتیايي اسانتیاوو برابرولو په موخه په یاده سیمه کې ښاري تشنابونه جوړ کړي چې،پکې یې د نارینه وو او او لس نور د ښځینه برخې لپاره په نظر کې نیول شوي. دغه راز په پام کې ده د معلولیت لرونکو وګړو لپاره هم اسانتیاوې په نظر کې ونیول شي. یاد تشنابونه د کابل ښاروالۍ له لوري له ښاروالۍ څخه د ملاتړ پروژې په مالي ملاتړ جوړیږي.
د پغمان په عمومي باغ کې ښاري تشنابونه جوړیږي!
2 جدی 1399