د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:28 ق-ظ
لمر راختل 5:01 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:35 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:36 ب-ظ
د ماښام آذان 6:43 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:14 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 77.4760 افغانی
1 یورو 91.3467 افغانی
1 درهم 21.1381 افغانی
1 تومان 0.0034 افغانی
1 کلدار 0.4975 افغانی
1 هندی 1.0717 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لسمې ناحیې اړوند د هرات رستورانت مالک له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړه!

3 جدی 1399

د کابل ښاروالۍ له لوري په پلو لارو کې د دیوالونو لرې کولو په اړه هرات رستورانت ته تر لیک لیږلو وروسته د یاد رستورانت مسئولانو کابل ښاروالۍ ته د یو لیک په ترڅ کې د درنښت وړاندې کولو سربیره په دیوالونو لرې کولو په اړه اقدام کړی. د رستورانت مسئولانو په پلې لار کې خپل کانګریټي دیوالونه لرې کړي،پلې لارې یې کانګریټ کړې او د دې لپاره چې غوره ښاري نما جوړه شي د رستورانټ شاته برخه په ښیښو پوښي. کابل ښاروالي د رسټورانټ د مالک دا پر ځای اقدام ستايي او له نورو ښاریانو هم هیله لري څو په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي.