د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لاسي توکو پلورونکو په فعالیت کې د فساد نشتون او له مافیايي کړیو خلاصون د ښاري نظم عملیاتي پلان یوه موخه ده!

4 جدی 1399

کابل ښاروالي د لاسي توکو پلورونکو د فعالیت او بوختیاوو موندلو په برخه کې د پروګرامونو د په لاره اچولو په لټه کې ده. په لومړی ناحیه کې ناقانونه د پیسو اخیستلو پیښې په ګوته او ورته رسیدنه وشوه، معلومه شوه چې ۴ مافیايي کسانو ناقانونه پیسې اخیستې او د یادې ناحیې په یو شمیر برخو کې یې سړکونه او پلې لارې په ناقانونه توګه غصب کړې دي او له ۵۰۰ زیاتې غرفې او کپې یې هیوادوالو ته په کرایه ورکړې دي. کابل ښاروالي د داسې ناقانونه پیسو اخیستو او د پایداره ښاري نظم په موخه، د لاسي توکو پلورونکو د مصئون فعالیت ازمایښتي طرحه د نوو او غوره لارو چارو په سنجولو او د ځانګړي او غیر متحرک ډیزاین کراچیو د ویش پروګرام تر لاس لاندې لري چې د پلو لارو او سړکونو د بندیدو سبب به نه ګرځي. په دې کار سره به له یوه لوری د لاسي توکو پلورونکو د فعالیت لپاره غوره او مصئونه زمینه برابره شي او له بل لوري به په ښاري نظم ګډوډولو کې د مافیايي کړیو مخه ونیول شي او ناقانونه پیسې اخیستل به بند شي. هغه هیوادوال چې د لاسي توکو پلورونکي دي، له دې وروسته کابل ښاروالي د دوی د مصئون فعالیت ملاتړ کوي. لاسي توکي پلورونکي باید د ښاري بې نظمۍ سبب ونه ګرځي او غلطه ګټه اخیستونکو کسانو ته پیسې ورنه کړي.