کابل ښاروالۍ تیره شپه د کابل ولایت مقام مسیر پر سړک د ګڼې ګوڼې کموالي او ترافیکي نظم د راتګ په موخه د خنډونو پر پاکولو پیل وکړ. کابل ښاروالي په پلان کې لري د یاد سړک د بندیدو ستونزې د لمنځه وړلو لپاره د ورڅېرمه سیمو ترافیکي مسیر تغیر کړي څو د ګڼې ګوڼې په کموالي او ترافیکي نظم کې ښه والی راشي. د کابل ښاروالۍ رهبري ژمنتیا لري، څو د سړکونو پر نښلولو او له خنډونو د پلو لارو او سړکونو د پاکولو له امله ښاري اسانتیاوې او نظم رامنځته کړي.
کابل ښاروالۍ له خنډونو د کابل ولایت مقام پر مسیر سړک پاکولو په اړه کار پیل کړ!
4 جدی 1399