د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پایدارې انرژۍ پر بنسټ د کابل هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه ښاري کنفرانس ترسره شو!

4 جدی 1399

کابل ښاروالۍ د جرس موسسې په همکارۍ د دوشنبه د مرغومې په ۲ نیټه د پایدارې انرژۍ پر بنسټ د کابل هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه ښاري کنفرانس ترسره کړ. په یاد کنفرانس کې د کابل ښاروالۍ مسئولانو،د چاپیریال ساتنې ادارې استازو،د ولایتي شورا وکیلانو،ځوانانو،ښځو او د کابل له بیلابیلو ناحیو عالمان او د جرس موسسې مسئولانو برخه اخیستې وه. ویناوالو په غونډه کې له ککړتیا څخه د کابل هوا د مخنیوي په اړه خبرې وکړې. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو معین ښاغلي محمد فاضل شریفي وویل چې،افغان دولت او اړوندې ادارې له ککړتیا څخه د کابل هوا د مخنیوي په موخه جدي کار کوي،خو د کابل ښاریانو له مرستې پرته ناشونې ده چې له ککړتیا څخه د کابل هوا د مخنیوي پروګرامونه بریالي شي. د ټولنیزو او فرهنکي چارو مرستیال له ټولو ښاریانو وغوښتل،څو د غیر معیاري سون توکو په کارولو سره د کابل هوا په ککړتیا کې زیاتوالی رانه ولي. ښاغلي شریفي زیاته کړه چې د هوا په پاک ساتلو کې د ښاریانو رول ته ډیره اړتیا ده. په غونډه کې د چاپیریال ساتنې ملي اداري مرستیال عزت الله صدیقي هم له ککړې هوا سره د مبارزې په اړه د حکومت پر طرزالعمل رڼا واچوله او په ښاریانو یې نیوکه وکړه چې،مسئولیت منونکي نه دي او یوازې په دې برخه کې په حکومت نیوکه کوي. ورته مهال د جرس موسسې مسئولانو چې د ککړې هوا سره د مبارزې په برخه کې فعالیت کوي د پایدارې انرژۍ پر بنسټ له نوي تخنیک څخه د ګټې اخیستلو په اړوند خپل راپور وړاندې کړ. دوی د پرزنټیشن په وړاندې کولو سره له لمریزې بریښنا څخه په ګټې اخیستنې د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل. د یادونې وړ ده چې،کابل ښاروالۍ د نورو اړوندو ادارو په مرسته، له ککړې هوا څخه د مخنیوي موخه پرلپسې نور پروګرامونه هم په لاره اچولي دي.