له غصب څخه د کابل ښاروالۍ له لوري د ځمکو د راخلاصولو په لړ کې او د ښاري نظم عملیاتي پلان د تطبیق پر دوام دا ځل د دوه ویشتمې ناحیې اړوند درې بسوې ځمکه چې له غصب سربیره پکې د غاصب له لوري ناقانونه رغونې شوې وې، په ناقانونه توګه یې غوښتل کور پکې جوړ شي راخلاصه او تاسیسات یې ونړول شول. دغه راز یو دوکان چې په دې ځای کې پخپل سر جوړ شوی وو هم ونړول شو.
په دوه ویشتمه ناحیه کې د کابل ښاروالۍ درې بسوې ځمکه بیرته له غصب راخلاصه شوه!
4 جدی 1399