د ګذر وکالت د ټاکنو په اړه د کابل ښاروالۍ د نوې مقررې له مخې د اوومې ناحیې اړوند د موسهی د دویمې برخې د ګذر وکالت لپاره په پوره شفافه توګه ټاکنې ترسره شوې. د ټاکنو په پایله کې حاجی منګل وکولای شول د ټاکنیزو بنسټونو په شتون کې د نورو نوماندانو په پرتله د ۱۸۷ ډیرو شفافو رایو په ترلاسه کولو سره د موسهي د دویمې برخې د ګذر وکالت څوکۍ وګټي. کابل ښاروالي د ګذر وکیلانو لپاره لومړی په هغه ناحیو کې چې وکیل یې مړ وي، له دندې یې استعفا ورکړې وي او یا ترې د خلکو شکایت موجود وي ټاکنې کوي او دغه راز به په ټولو ناحیو کې دا پروسه تطبیق شي.
په اوومه ناحیه کې د ګذر وکالت لپاره ټاکنې ترسره شوې!
6 جدی 1399