الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د یولسمې او اولسمې ناحیې اوسیدونکو ته د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د یادې ادارې عمراني پروژې معرفي کړې!

6 جدی 1399

د برابرې پراختیا اصل ته په کتو دا ځل کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د دوه بیلابیلو لیدونو په ترڅ کې د یولسمې او اولسمې ناحیو اوسیدونکو ته د نوي مالي ۱۴۰۰ کال پروژې معرفي او تشریح کړې. کابل ښاروال په دې اړه وویل چې، دا پروژې لومړیتوب پیژندلو پر بنسټ د چاپیریالي ستونزو د لمنځه وړلو په موخه طراحي شوې دي او ۸۵ سلنه یې د کابل ښاروالۍ له داخلي بودیجې پلې کیږي. کابل ښاروال دغه راز په خپلو خبرو کې وویل چې په دې پروژو کې خام سړکونه،کانالونه او د اوبو لښتي،پارکونه او نورې ټولګټې پروژې شاملې دي،چې له دې سره به لسګونه چاپیریالي او ښاري ستونزې حل شي او د دې سربیره به د بوختیاوو په پیدا کیدو د فقر کچه راټیټه شي. کابل ښاروال د یادو پروژو په تطبیق کې له ښاریانو څخه د همکارۍ غوښتو ترڅنګ له دوی وغوښتل،څو د پروژو په تطبیق کې د ټولنیز او فردي مسئولیت پر بنسټ ونډه واخلي نوې پروژې د کابل ښار په هره ناحیه کې تر لسو پورې په عمراني،بیارغونې،چاپیریال ساتنې او د ښاري بنسټونو جوړولو په برخه کې په نظر کې نیول شوې دي،چې د تدارکاتي چارو تر بشپړیدو وروسته به یې کار ډیر ژر پیل شي.