د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د میوې مارکیټ او ورڅیرمه سیمې له بې نظمیو پاکې شوې!

6 جدی 1399

د کابل ښاروالۍ تحلیل او ارزونې ښيي،چې د میوو مارکيټونو شتون له امله یې رامنځته کیدونکي کثافات، د څارویو پلورلو ځایونه،سون توکي، د سړکونو او مارکیټونو ترڅنګ د سیمو غصب، د خوراکي توکو مارکیټونه،د وسایلو بارول او تم ځایونه، د وزیراباد له کانال څخه د کثافت دانۍ په توګه ګټه اخیستل، د لاسي توکو پلورونکو،اصنافو، هټیوالو او ناقانونه کراچیو فعالیت په دې سیمه کې د ډیرې بې نظمۍ او ګڼې ګوڼې سبب ګرځیدلي. کابل ښاروالۍ د دې سیمې یو شمیر فعالیت کوونکو ته ویلي چې ژر دې خپل فعالیت منظم کړي او د غوره ښاري نظم په راتګ چاپیریال ساتنه کې له دې ادارې سره مرسته وکړي،چې یو شمیر هغو یې تر یوه بریده مرسته کړې او پلې لارې او سړکونه یې له خنډونو پاک کړي دي او کوي یې. مګر زیات شمیر یې بې غوري کړې ده،چې ډیر ژر به تر قانوني څیړنې لاندې ونیول شي. کابل ښاروالي یو ځل بیا د دې سیمې فعالیت کوونکو او صنفونو ته خبر ورکوي چې،ژر دې خپل فعالیتونه له ښاري اصولو او مقرراتو سره برابر کړي،په ځانګړې توګه دې خپل تولید کړي کثافات د تنظیف ریاست موقت غونډځای ته ولیږدوي. دغه راز دې پر سړکونو او وزیر اباد کانال کې د کثافاتو له چولو په جدي توګه ډډه وکړي. کابل ښاروالي د بیلابیلو حمایوي او تقویتي پروګرامو له لارې په پلان کې لري د میوې مارکیټ اړوند او ورڅیرمه سیمو کې د ښاري نظم عملیاتي پلان تطبیق کړي او اړینه ده ښاري سرغړونکي خپل ناقانونه تاسیسات ونړوي. د غوره راتلونکې،منظمي اقتصادي پراختیا، مصئونو بوختیاوو، د میوې په مارکیټ کې د پاکۍ مراعات کول او له پلو لارو او سړکونو سمه ګټه اخیستنه،هغه اړتیا ده چې باید په دې سیمه کې فعالیت کوونکي او هټیوال ورته پاملرنه وکړي.