۱- له ذاکرین ښارګوټي د قمبر فامیلیو تر څلورلارې د ۵۳۰۰ مترو په اوږدوالي د سړک رغونه
۲- له رفا سیمې د کوتل تر عمومي سړک پورې د ۳۰۰ مترو په اوږدوالي د سړک رغونه
۳- د اتروګل ښارګوټي په سیمه کې د ۵۰۰ مترو په اوږدوالي د کوڅو رغونه
۴- له سرای شمالي تر بادام باغ پورې د ۸۰۰ مترو په اوږدوالي د نښلوونکي سړک د دوام رغول
۵- په ۲۷ ګذر کې د ۹۱۰ مترو په اوږدوالي د سړک دواړو لوریو ته د پلو لارو رغونه
۶- د ذاکرین ښارګوټي سړک د دواړو لوریو د ۹۱۰ مترو په اوږدوالي د پلو لارو لارو رغونه
۷- عزیزي بانک ته څیرمه د سړک دواړه لوریو ته د ۹۱۰ مترو په اوږدوالي د پلو لارو رغونه
۸- د بالاشهر په لومړی او دویمه برخه کې د سړکونو دواړو لوریو ته د ۱۸۲۰ مترو په اوږدوالي د پلولارو د ساختمان رغونه
۹- دشمالي مال ګدامونو ته نږدې د ۳۸۰ مترو په اوږدوالي سړک بیارغونه
د یادو ټولو پروژو ټولټال لګښت ۱۲۲۴۰۸۶۶۱ افغانۍ ده چې،۸۵ سلنه یې د کابل ښاروالۍ له داخلي او ۱۵ سلنه یې د نړیوال بانک له مرستو تمویل کیږي.