د شخړو هواري په چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار حاجی ابراهيم الكوزی، د ملي شورا استازي احمدشاه رمضان او د کورنیو چارو وزارت یوه مرستیال په خپله خوښه اړوند کانګریتي دیوالونه ړنګ او تنظیم کړي دي،چې کابل ښاروالي یې دا نیک اقدام او احساس ستایي. اړینه ټول ښاریان په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. کابل ښاروالي هڅه کوي،څو د کابل ښاریانو لپاره د ژوند اسانتیاوې او مصئونیت رامنځته کړي. له نیکمرغه تر دې دمه لسګونه سړکونه او پلې لارې په یاده سیمه کې له خنډونو پاکې شوې دي او دا لړۍ روانه ده د شخړو هواري په چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار حاجی ابراهيم الكوزی، د ملي شورا استازي احمدشاه رمضان او د کورنیو چارو وزارت یوه مرستیال په خپله خوښه اړوند کانګریتي دیوالونه ړنګ او تنظیم کړي دي،چې کابل ښاروالي یې دا نیک اقدام او احساس ستایي. اړینه ټول ښاریان په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. غوره ده له اړتیا پرته په پلو لارو او سړکونو کې د کانګریټي دیوالونو او نورو خنډونو په لمنځه وړلو کې خپله اقدام وکړو. له دې پرته کابل ښاروالي اقدام کوي او خنډونه پاک او لمنځه وړي. سړکونه او پلې لارې عام ملکیتونه دي چې په ټولو ښاریانو پورې اړه لري او د یو شمیر ښاریانو له لوري یې بندول ناقانونه کړنه ده. د پلو لارو او سړکونو په پاک کېدو سره به، په ښار کې د غوره او مثبت ټولنیز او اقتصادي تغیر شاهدان و اوسو.
په لسمه ناحیه کې یو شمیر نورو هیوادوالو هم په خپله خوښه اړوند خنډونه لمنځه یوړل!
6 جدی 1399