الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په اولسمه ناحیه کې د ګذر وکالت لپاره ټاکنې ترسره شوې!

7 جدی 1399

د ګذر وکالت د ټاکنو په اړوند د کابل ښاروالۍ د نوې مقررې له مخې د اولسمې ناحیې اړوند د کوتل سر پنځلسم ګذر د وکالت لپاره په پوره شفافه توګه ټاکنې ترسره شوې، چې په پایله کې ښاغلي عبدالوحید وکولای شول د ۱۴۷ شفافو رایو په ترلاسه کولو سره د کوتل سر پنځلسم ګذر د وکالت څوکۍ ترلاسه کړي. ګذر وکیل د چاپیریالي ستونزو په موخه د کابل ښاروالۍ او خلکو ترمنځ د پل حیثیت لري. د یادونې وړ ده چې د نوې مقررې له مخې د ګذر وکالت ټاکنې لومړی په هغه ناحیو کې وکیل یې مړ وي، له دندې یې استعفا ورکړې وي او یا ترې د خلکو شکایتونه موجود وي ترسره کیږي او وروسته دا لړۍ په نورو ناحیو کې پلې کيږي.