د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:28 ق-ظ
لمر راختل 5:01 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:35 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:36 ب-ظ
د ماښام آذان 6:43 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:14 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 77.4760 افغانی
1 یورو 91.3467 افغانی
1 درهم 21.1381 افغانی
1 تومان 0.0034 افغانی
1 کلدار 0.4975 افغانی
1 هندی 1.0717 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال له لومړی ناحیې لیدنه وکړه

7 جدی 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د مرغومې په ۶ مه د ښاري نظم د ښه تطبیق او د عمراني او ښکلا پروژو د پلي کیدو په موخه د لومړی ناحیې له بیلابیلو سیمو لیدنه وکړه. کابل ښاروال د بازارنو د تنظیم له ارزونې سربیره د زرغونو سیمو په رامنځته کولو او پراختیا ټینګار وکړ. ښاغلي سلطانزوی د باغ علیمردان او لاهوري دروازې په سیمه کې د لاسي توکو پلورونکو په اړه لازمې لارښوونې وکړې. دغه راز له غصب د دولتي او عام ملکیتونو د آزادولو او ښاري نظم په اړه کابل ښاروال بیلابیلې څانګو ته ځانګړې دندې وسپارلې.