د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شپږمه ناحیه کې د ښاروالۍ عامه کتابتون پرانیستل شو!

7 جدی 1399

د کابل ښاروالۍ مسئولینو د پوهنې وزارت د یو تن پخواني کارکوونکي حاجي سید امیر حمزه منیر او د شپږمې ناحیې د یو تن اوسیدونکي او مسئولانو په مرسته په یاده ناحیه کې عامه کتابتون پرانیست. دا کتابتون د لیندۍ په دریمه د چهارشنبې په ورځ د ولسمشر د دویم مرستیال د مشاور، د پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د کابل ښار د عامه کتابتون په ګډون پرانیستل شو. ګډونوالو د افراطیت په لمنځه وړلو کې د کتاب مهم یاد کړ او له کابل ښاریانو یې وغوښتل څو کتاب لوستنې وخت ورکړي او لږ تر لږه په ورځ کې یوه پاڼه کتاب ولولي. د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزیر سید مخدوم رهین د یاد کتابتون د پرانیستې پر مهال د مطالعې چاپیریال په رامنځته کولو کې د کابل ښاروالۍ له اقدام ستاینه وکړه. ښاغلي رهین زیاته کړه چې،په بیلابیلو ناحیو کې د مطالعې فرهنګ د دودولو په موخه د کابل ښاروالۍ له لوري د کتابتونو جوړول د کابل ښاریانو لپاره پوره ارزښت لري. دغه راز د سیمې یوه اوسیدونکي حاجي امیر حمزه منیر شاوخوا ۲ زره ټوکه خپل شخصي کتابونه د کتاب لوستنې فرهنګ دودولو په موخه د شپږمې ناحیې عامه کتابتون ته ډالۍ کړل،څو له دې لارې د کتاب لوستنې فرهنګ غښتلی شي. ښاغلي امیر حمزه منیر وویل چې، په ځوانانو کې د کتاب لوستنې حس ډیر کم دی او له همدې کبله یې پریکړه وکړه څو خپل شخصي کتابونه دې کتابتون ته ډالۍ کړي. د کابل ښاروالۍ د شپږمې ناحیې رئیس شمس نجفي وویل چې، یاد کتابتون یې د حاجي امیر حمزه منیر د پرلپسې غوښتنې له امله جوړ شو او ټاکل شوې دت د عامه کتابتون د ریاست په مرسته نور هم پراخ شي.