د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سوداګریزو سیمو او صنفونو د ثبت او راجستر پروګرام پیل شو!

7 جدی 1399

کابل ښاروالۍ په معیاري او غوره توګه د عوایدو راټولولو او د دې  لپاره د یوه غوره بانکي سیسټم د رامنځته کولو په موخه د سوداګریزو سیمو او صنفونو پر ثبت او راجستر له څه مودې راپدیخوا کار پیل کړی دی. دا پروګرام د کابل ښار په کچه د کابل ښاورالۍ عوایدو لوړولو په موخه رامنځته شوې ، څو ټول سوداګریز صنفونه او سیمې چې د کابل ښار په کچه فعالیت کوي د IFMS په سیستم کې ثبت او راجستر شي.اوس مهال له لومړی تر لسمې ناحیې په لسو ناحیو کې ۱۰ سرویر ګمارل شوي څو د صنفونو د ثبت او راجستر په اړه اقدام وکړي او په لنډه موده کې د ښاروالۍ په عوایدو کې زیاتوالی راشي. هر لس کسیز ټیم موظف او مسئول دی، څو صنفي جواز په دوه مینولي شکله ثبت کړي او همهاله یې د کابل ښاروالۍ په مالي سیسټم (IFMS) کې ور دننه کړي او دغه راز د ټولګیو لوحې هم په دوه سیستماتیک او مینولي شکل ثبت او راجستر کړي. د صنفونو جوازونه او لوحې په عوایدو کې د شافیت رامنځ ته کیدو په موخه ثبت او راجستر کیږي، څو عواید په شفافه توګه زیاتوالی پیدا کړي او عوایدي ورکړې د ښاروالۍ په مالي سیستم کې ثبت شي، څو د کابل ښاروالۍ عوایدي برخه کې ترې دقیق راپور ولري او له بل پلوه ملي عواید په غوره توګه راټول شي.