د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مکرویانو سیمه او د نهمې ناحیې نورې سیمې له بې نظمیو پاکیږي!

8 جدی 1399

د ښاري نظم عملیاتي پلان د دریم او څلورم مکرویانو په بیلابیلو سیمو کې تطبیق شو او یادو ناحیو په ټولو سیمو کې به یاد پلان تطبیق کیږي. نن د کابل ښاروالۍ له لوري په یادو سیمو کې د عملیاتي پلان د تطبیق پر مهال د یادې سیمې اوسیدونکو د ښاروالۍ له کارکونکو سره ناسم فزیکي او لفظي چلند وکړ،چې د ښاروالۍ ۵ کسه کارکوونکي پکې ټپیان شول. ناقانونه تاسیسات،  د دوکانونو مخې راوتلې رغونې او په پلو لارو کې نور خنډونه ونړول شول،خو د کابل ښاروالۍ د مسئولانو د ارزونې او د سرغړونو لوړ ګراف په موخه به په راتلونکو ورځو کې حمایوي او تقویتي پروګرامونه له سره پیل شي،څو تلپاتې نظم او له ملکیتونو سمه ګټه اخیستنه خلکو ته ور وپیژندل شي او د ښاري فرهنګ دود شي. کابل ښاروال نورو هټیوالو او د بیلابیلو اصنافو فعالیت کوونکو ته روښانه کړه چې،ژر دې خپل فعالیتونه منظم کړي او سالم چاپیریال په رامنځته کولو او ښاري نظم راتګ کې دې له یادې ادارې سره همکار و اوسي، ځکه تر اوسه یو شمیر زیاتو په دې برخه کې پاملرنه نه ده کړې او که چیرته ژر خپل فعالیتونه منظم کړي کنه تر جدي قانوني چلند لاندې نیول کیږي.