د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په مکرویانو کې د زرغونو سیمو ځمکې بیرته را وګرځول شوې!

9 جدی 1399

د مکرویانو د ساتنې او مراقبت تصدۍ اړوند ځمکې، چې د یو شمیر اشخاصو په لاس کې وې او له هغه څخه سمه ګټه نه اخیستل کیده، بیرته راوګرځول شوې. د څلورمو مکرویانو په سیمه کې د ۶۴۰۰ متر مربع په اوږدوالي یوه ټوټه ځمکه، چې ډیره موده ترې یو شمیر اشخاصو په خپله ګټه کار اخیسته، بیرته را وګرځول شوه او اوس مهال د مکرویانو د ساتنې تصدۍ په واک کې ده، چې د پلانونو او طرحو له مخې به ترې کابل ښاروالۍ ډیره او غوره ګټه پورته کړي. د یادې تصدۍ د تمویل له سرچینو، هټۍ، ځمکې او د مکرویانو اړوند مارکیټونه دي، چې د دې تصدۍ د پرځان بساینې او غوره ګټې اخیستنې په موخه یو شمیر نوي پروګرامونه ترلاسه لاندې دي او پلي کیږي، څو د تصدۍ د شته پانګې له بې ځایه لګونې څخه مخنیوی وشي. د اشخاصو له لوري د یادې تصدۍ له ملکیتونه څخه بغیر له قانوني مبنا د کرایې اخیستنې موضوع هم تر ارزونې لاندې ده که ډیر ژر به ورته رسیدنه وشي.