د چارو د ښه سمون په موخه د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ولسمشر په حکم، ښاغلی نصیب الله اخندزاده د نهمې ناحیې د مرستیال په توګه وټاکل شو. ښاغلي نصیب الله اخندزاده په اداره او سوداګرۍ برخه کې د لیسانس تر کچې زده کړې لري او له تیرو څلورو کلونو راپدیخوا یې د ادارې او مدیریت په برخه کې په بیلابیلو ادارو کې په بریالیتوب سره دنده ترسره کړې ده. ښاغلی اخندزاده د مرغومې په ۶ نېټه د کابل ښاروالۍ د ښاري ترانسپورټ مرستیال ښاغلي سهراب صدیقي له لوري د نهمې ناحیې اوسیدونکو او کارکوونکو ته ور وپیژندل شو.
د نهمې ناحیې لپاره نوی مرستیال په دنده وګمارل شو!
10 جدی 1399