د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لیسه مریم بازار پر سړک د لاسي توکو پلورونکو د ازمایښتي طرحې تطبیق پیل شو!

10 جدی 1399

کابل ښاروالۍ د لیسه مریم بازار پر سړک د لاسي توکو پلورونکو لپاره د نوې طرحې له مخې ډیزاین شوې ناخوځیدونکې کراچۍ کیښودې، چې دا کار د ښاریانو له دروند هرکلي سره مخ شو.  دا سیمه چې څه باندې دوه میاشتې وړاندې پاکه شوې وه او سلګونه د لاسي توکو پلورونکي او غرفه لرونکي چې په نامنظمه توګه یې دلته فعالیت کاروه، پلې لارې او سړکونه یې بند کړي وو، د بیلابیلو عملیاتو په ترڅ کې پاکه شوه او له لاسي توکو پلورونکو سره په همغږۍ ورته د نوې ډیزاین کراچۍ وړاندې شوې.  اوس مهال د دې سیمې زیات شمیر لاسي توکي پلورونکي ژمن دی، څو د نوي ډیزاین کراچیو له مخې خپل فعالیتونه په منظمه توګه ترسره کړي.  دا طرحه د ښاري نظم او وضعیت د ښه کیدو په موخه په ازمایښتي مرحله کې ده. په یاده سیمه کې یو زیات شمیر د لاسي توکو پلورونکو ډاډ څرګند کړی دی چې،خپل فعالیتونه به په همدې توګه تنظیموي.  په دې کار سره به د لاسي توکو پلورونکو فعالیت مصئون کیدو ترڅنګ په ښاري نظم کې غوره تغیر راشي او دا کار د کابل ښاریانو له خورا ملاتړ او هر کلي سره مخامخ شوی دی . نوې ډیزاین شوې کراچۍ د دوی په خپل لګښت جوړیږي او کابل ښاروالۍ ورته یوازې په یو ډول د کراچیو ډیزاین وړاندې کړی دی.