د تدارکاتو ملي ادارې له لوري د تخنیکي او تدارکاتي اسنادو تر بشپړیدو وروسته د احمد شاه بابا مینې د پنځم بلاک ګذر د بیارغونې پروژه د 109843160 افغانیو په ارزښت منظوره شوه . ټاکل شوې ده د یاد ګذر سړکونه او پس کوڅې د کابل ښاروالۍ له پرمختیايي پرورګرام په بنسټیزه توګه د ( یونایتید د ودانیزو چارو او سړک جوړونې شرکت ) له لوري د ۱۲ میاشتو په موده کې جوړې شي او عملي کار به یې ژر پیل شي. کابل ښاروالي د برابرې پراختیا اصل ته په کتو ټولنیزې او اقتصادي اسانتیاوې رامنځته کوي، څو د سیمې خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي او شته ستونزې یې حل شي. د یادونې وړ ده چې د هغه نورو پروژو چې په ۱۴۰۰ مالي کال کې به د کابل ښاروالۍ له لوري پلې شي، د کابل ښاروالۍ له فسبوک پاڼې ډیر ژر اعلان کیږي.
د دولسمې ناحیې اړوندد احمد شاه بابا مینې دپنځم بلاک ګذر بیارغول کیږي!
11 جدی 1399