د کابل ښاروالۍ له لوري د ګذر وکالت د نوې مقررې له مخې،د شپږمې ناحیې د (۳۴) ګذر د وکالت لپاره په پوره شفافه بڼه ټاکنې ترسره شوې. د ټاکنو په پایله کې ښاغلي امام الدین خان وکولای شول د ټاکنیزو بنسټونو په شتون کې د خلکو د ۱۷۶ شفافو رایو په ترلاسه کولو سره د یاد ګذر د وکالت څوکی وګټي. کابل ښاروالي لومړی په هغه ناحیو کې چې د ګذر وکیل مړ شوی وي، له دندې یې استعفا ورکړې وي او یا د خلکو شکایت ترې موجود وي د ګذر وکالت ټاکنې ترسره کوي او وروسته په ټولو ناحیو کې دا پروسه تطبیق کیږي.
د شپږمې ناحیې د ۳۴ ګذر د وکالت لپاره ټاکنې ترسره شوې!
13 جدی 1399