د ښاریتوب بډاینې او په مدریتي برخو کې د ښځو د رول غښتلي کولو په موخه په دریمه ناحیه کې د ښځو شورای د ریاست لپاره ټاکنې ترسره شوې. د ټاکنو په پایله کې اغلې سومن افضلي وکولای شول د یادې ناحیې د ۲۰۰ ښځینه اوسیدونکو په شتون کې د یادې ناحیې د ښځو شورا ریاست ترلاسه کړي. کابل ښاروالي د ښاریانو په ځانکړې توګه د ښځو ونډه په ټولنیزې سوکالۍ او له ښاري تاسیساتو د ګټې اخیستنې په برخه کې مهمه او د ارزښت وړګڼي.
په دریمه ناحیه کې د ښځو شورا د ریاست لپاره ټاکنې ترسره شوې!
14 جدی 1399