له پلو لارو او سړکونو څخه، د نا قانونه غرفو، کپو او نورو تاسیساتو د لرې کولو پر دوام نن د لسمې ناحیې یو شمیر سیمې له بې نظمیو پاکې شوې. د عملیاتو په لړ کې د یو شمیر هغه سرغړونکو چې د پاکولو پر وړاندې یې مقاومت کاوه، ګټه یې ونه وکړه او له سرغړونې یې مخنیوی وشو. ورته مهال یو شمیر ښاریانو ژمنه کړې چې په پلو لارو او سړکونو کې به ایښودل شوي خپل اړوند خنډونه پخپله لمنځه وړي. د کابل ښاروالۍ مسئولانو ژمنه کړې،څو ډیر ژر بندې پلې لارې او سړکونه پاکې او د ټولو ښاریانو پر مخ پرانیزي. له سړکونو او پلو لارو ناسمه ګټه اخېستنه له ملي او دیني ارزښتونو سره په ټکر ده.
په لسمه ناحیه کې له پلو لارو او سړکونو د خنډونو لرې کولو کار دوام لري!
13 جدی 1399