د ښاري نظم عملیاتي پلان تر سیوري لاندې د لسمې ناحیې له یو شمیر سیمو د بیاځل لپاره له پلو لارو،ناقانونه تاسیسات،د دوکانونو مخې ته رغونې او نا منظمې لوحې راټولې او ونړول شوې. تابلوګانې او لوحې باید د ښاري ښکلا او عوایدو په موخه معیاري او له ښاري اصولو سره برابرې وي،له دې پرته راټولې او لرې کیږي.