د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل- سویل سړک پر دویم فاز د خنډونو لرې کولو کار پیل شو!

15 جدی 1399

د اتمې ناحیې اړوند د کابل- سویل سړک په دویم فاز د خنډونو لرې کار له بنی حصار د کابل سویل لویې لارې پر لوري پیل شو. دا کار د سیمې له اوسیدونکو  سره  د کابل ښاروالۍ تر پرلپسې خبرو اترو او ملکیتونو د حقونو تر تامیت وروسته د دویم سړک د جوړولو په موخه پیل شو. د خنډونو په لرې کیدو به د  کابل-سویل لويې لارې د ۳ کیلو مترو دویم سړک رغونې ته زمینه برابره شي. د پاکولو په عملیاتو کې د لسګونو دوکانونو،۳۵ هټیو او دریو باغونو نړول شامل دي،چې مالکانو یې حقوق څه موده وړاندې له کابل ښاروالۍ څخه ترلاسه کړي دي. د کابل د معیاري او اقتصادي ودې په موخه له پډولې دښتې تر چهار اسیاب او د قول حشمت خان په سیمه کې د ملي پارک نښلونکي سړکونه هم په راتلونکو پلانونو کې شامل دي .