الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لسمې ناحیې اړوند شیرپور سیمه له خنډونو پاکه شوه!

17 جدی 1399

له بې نظمو د سیمو د پاکوالي په لړ کې د مرغومې په ۱۵ نېټه د لسمې ناحیې اړوند په شیرپور سیمه کې د ښاري نظم عملیاتي پلان تطبیق شو. په دې لړ کې د هټیو مخې ته ناقانونه رغونې،کپې او نور خنډونه له پلو لارو او سړکونو پاک شول. له ملکیتونو د سمې ګټې اخیستنې په موخه به دا پلان د حمایوي او تقویتي پروګرمونو په ترسره کولو سره دوام ومومي. کابل ښاروالۍ له فعالیت کوونکو او هټیوالو سره له مخکې خبرې کړې دي،څو هر څه ژر خپل فعالیتونه منظم کړي او د سالم چاپیریال او ښاري نظم په راتګ کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. له ملکیتونو په سمه ګټه اخیستنه،بوختیاوو موندلو،برابرې ودې،له سړکونو او پلو لارو په سمه ګټه اخیستنه کې د ټولو ښاریانو همکاري اړینه ده. د یادونې وړ ده چې په یادو سیمو کې د خنډونو تر پاکولو وروسته پلې لارې او سړکونه د ټولو ښاریانو د تګ راتګ پر وړاندې پرانیستل شوي دي.