د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د دیارلسمې ناحیې اوسیدونکو ته د ۱۴۰۰ مالي کال پروژې معرفي کړې!

17 جدی 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د مرغومې په ۱۶ نېټه د معلوماتو د شریکولو په موخه جوړه شوې ناسته کې د دریالسمې ناحیې له اوسیدونکو سره د ۱۴۰۰ مالي کال د پروژو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې. کابل ښاروال دغه راز د نویو رغونو او بیارغونو پروژو سربیره ، د عرفاني سړک جایدادونو ته د ښارګوټي تائید، د قصر دوبۍ هوټل د شهدیانو وارثینو، د کال سیند مسیر، داخلي بې ځایه شوو او کډوالو او فورمولیانو هم د ځای ټاکلو په اړه رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې ستونزې حل شوې او د اجرا په پړاو کې دي. کابل ښاروال د یادو پروژو په اړه وویل چې، دا پروژې د برابرې پراختیا پر بنسټ طراحي شوې دي او له ۸۲ سلنه ډیرې هغه یې د کابل ښاروالۍ له داخلي بودجې پلې کیږي. ښاغلي سلطانزوی دغه راز په خپلو خبرو کې چې چاپیریالي ستونزو ته په کتو یادې پروژې طراحي شوې دي چې د خامو سړکونو جوړول، کانالونه، د اوبو لښتي، د پارکونو جوړول او نورې ټولګټې پروژې په بر کې نیسي . نوموړي ټینګار وکړ چې، د سیمو او ګذرونو ابادول، چاپیریالي ستونزې لمنځه وړل او د فقر کچه راټیټول د دوی په لومړیتوبونو کې ځای لري چې له یوه لوري به بیارغونې ته ښه زمینه برابره شي او له بل لوري به د یادو ټولګټو پروژو کې په پلي کیدو کې خلکو ته بوختیاوې وموندل شي. کابل ښاروال دغه راز د یادې ناحیې له اوسیدونکو وغوښتل څو د خپلو سیمو د چاپیریالي ستونزې د لومړیتوب له مخې په ګوته کړي او د حل لارو موندلو په موخه یې له یادې ادارې سره شریکې کړي. نوموړي دغه راز د پروژو په تطبیق کې له خلکو د همکاری غوښتنه وکړه. کابل ښاروال ټینګار وکړ چې، اړینه ده د عامه تاسیساتو په ساتلو او له هغه څخه د سمې ګټې اخیستنې په برخه کې خلک راسره همکار و اوسي. نوې پروژې لومړیتوب ته په کتو ویشل شوې دي او په د کابل ښار په هره ناحیه کې له اتو تر لسو پورې په عمراني، بیارغونې، چاپیریال ساتنې او د بنسټیزو پروژو د ساتلو په برخه کې په نظر کې نیول شوې دي، چې له تدارکاتي او له شرکتونو سره تر قرارداد وروسته به یې چاري تر راتلونکې یوې میاشتې پورې پیل شي. د دې پروژو په تطبیق سره به د چاپیریالي، ښاري او د بازار ستونزو حل کیدو سربیره خلکو ته په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د کار زمینه هم برابره شي.