الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شیراز تیلو ټانګ د ناقانونه تاسیساتو نړولو په اړه اقدام

18 جدی 1399

له ملکیتونو د سمې ګټې اخیستنې او د ښاري نظم د راوستو په موخه د اتمې ناحیې اړوند د نوې کارتې تپې پر سر د شیراز تیلو ټانګ ناقانونه تاسیسات چې په زرغونه سیمه کې جوړ شوي وو پاک او ونړول شول. د شیراز تیلو ټانګ مسئولانو ته له مخکې خبر ورکړل شوی وو،څو د خپل فعالیت سیمه چې د کابل ښاروالۍ ملکیت دی پریږدي او خپل تاسیسات ترې ټول کړي. کابل ښاروالي ژمنتیا لري،څو د سیمو تر پاکوالي وروسته په یادو سیمو کې د ښکلا او ښاري پراختیا پلانونه عملي کړي. د ښار په کچه د ښاري معیاري اصولو په پام کې نیول،په ځانګړې توګه په ستراتیژیکو او مهمو سیمو کې د کابل ښاروالۍ د لومړیتوبونو په سر کې ځای لري. د ښاري ښکلا پروګرامونه د سړکونو رغول،د اوبو لښتي،د سړکونو جدول،په تیږو د پلو لارو فرش،د ترافیکي نښو نصب،کرښې اچونه،چمن کاري او د ونو بوټو کینول په بر کې نیسي.