د ښاریتوب د بډاینې او په پریکړو او ښاري چارو کې د ښځو د ونډې او ګډون په موخه د لسمې ناحیې د ښځو شورا ریاست لپاره ټاکنې ترسره شوې. د ټاکنو په پایله کې آغلې پروین نظري وکولای شول د څلورو نوماندانو په نسبت د شته ۴۵۰ ښځینه ګډونوالو له ډلې د ۲۰۲ رایو په ترلاسه کولو سره د یادې ناحیې د ښځو شورا ریاست څوکۍ خپله کړي. کابل ښاروالي د ښځینه ښاریانو نظرونو او وړاندیزونو ته په درنه سترګه ګوري،څو ښځې وکولای شي په آبادۍ،سوکالۍ او له ښاري تاسیساتو په سمه ګټه اخیستنه کې خپل رول ادا کړي.
د لسمې ناحیې د ښځو شورا رئیسه وټاکل شوه!
18 جدی 1399