د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بنایۍ او پل محمودخان سیمې له خنډونو پاکې شوې!

20 جدی 1399

د ښاري نظم د راتګ په موخه د نهمې ناحیې اړوند د بنایۍ،پل محمودخان او قابلبای سیمې له ناقانونه خنډونو او بې نظمیو پاکې شوې. د عملیاتو په لړ کې د بنایۍ سیمې له دوه جریبه زرغونې سیمې او دغه راز قابلبای او پل محمودخان په سیمه کې ناقانونه رغونې، ناقانونه غرفې او په پلو لارو کې د هټیو مخې ته جوړه شوې ناقانونه رغونې له مینځه یوړل شوې. دغه راز ټولو هټیوالو او فعالیت کوونکو ته خبر ورکړل شو، څو ډیر ژر خپل فعالیتونه منظم کړي او د ښاري نظم په راوستو کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. کابل ښاروالي له ملکیتونو د سمې ګټې اخیستنې لپاره بیلابیل حمایوي او تقویتي پروګرامونه په پلان کې لري، څو غوره اقتصادې ودې او بوختیاوو ته لاره هواره شي او له سړکونو، پلو لارو او نورو ملکیتونو سمه ګټه واخیستل شي.