د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د فاتحې لوستلو سالونو بیارغولو او جوړولو کار روان دی!

20 جدی 1399

کابل ښاروالي د ښاریانو لپاره د ټولنیزو غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د ۱۴ فاتحې لوستلو سالونونو د بیارغونې سربیره د کابل په بېلابیلو سیمو کې نوي د فاتحې لوستلو سالونونه جوړوي. په وروستیو کې په دې اړه د کابل ښاروالۍ د تخنیکي ټیم له لوري په دقیقه توګه سروې ترسره شوې،چې د بیارغونې پلانونه هم پکې شامل دي. دغه راز د نوي ښار پارک او بي بي مهرو د فاتحې لوستلو د سالونونو کارونه بشپړ شوي او ګټې اخیستنې ته وړاندې شوي دي او په یو شمیر نورو سیمو کې یې هم چارې د بشپړیدو په حال کې دي. دا سالونونه د روغتیايي اصولو او سپارښتنو په نظر کې نیولو سره، د اړوندو تشنابونو چای خوړلو ځایونو بیارغول او د سالونونو رنګول په بر کې نیسي چې یو په بل پسې به یې چارې بشپړې شي. ټولنیزو اړتیاو او ښاریانو ستونزو ته په کتو د ښار په نورو برخو کې هم په دې اړه اقدام کیږي. له یادو سالونونو سمه ګټه اخیستنه او پاک ساتل د ټولو ښاریانو ټولنیز مسئولیت دی.