د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لسمې ناحیې اړوند د تایمنیو او قلعه فتح الله له سړک کانګریټي دیوالونه لرې شول

20 جدی 1399

په لسمه ناحیه کې د مالیې پخواني وزیر ډاکتر عمر زاخیلوال خپل هغه کانګریټي خنډونه چې د تایمنیو او قلعه فتح الله سړک د بندیدو سبب ګرځیدل پخپله تنظیم او لرې کړل،خو دیادونې وړ ده چې، پلې لارې هم عام ملکیتونه دي او خنډونه باید داسې لرې شي چې د خلکو شخصي حریم او ملکیت ته زیان ونه رسیږي. له دې پرته کابل ښاروالي له غصب د ملکیتونو د راګرځولو په اړه جدي اقدام کوي. موږ له ټولو  ښاریانو هیله کوو چې د کانګریټي دیوالونو په لرې کولو سره له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. کابل ښاروالي هڅه کوي،څو د ښاریانو لپاره هوسا او منظم ژوند رامنځته کړي او په ښاري اسانتیاو رامنځته کولو سره مصئونیت او برابري تامین کړي. له نیکمرغه تر اوسه لسګونه سړکونه او کوڅې په بیلابیلو ناحیو کې له خنډونو پاکې کړې دي او دا لړۍ به روانه وي. هغه کسان چې د بې ځایه خنډونو له امله د سړکونو او پلو لارو د بندیدو سبب ګرځيدلي،هیله ترې کیږي څو په خپله یې د لرې کولو په اړه اقدام وکړي. سړکونه او پلې لارې عام ملکیتونه دي،چې په ټولو ښاریانو پورې اړه لري. د سړکونو او پلو لارو په ازادیدو او خلاصیدو سره به په ښار کې د غوره او مثبت تغیر شاهدان و اوسو.