د ښاري نظم د راتګ په موخه د خیرخانې مینې د لومړی حصې ګولایي په سیمه کې د ښاري نظم عملیاتي پلان تطبیق شو او لسګونو سرغړونو ته رسیدنه وشوه. دغه راز په دې سیمه کې د صنفونو ناقانونه تاسیسات او خنډونه هم ونړول شول. د یاد پلان د تطبیق په جریان کې یو شمیر ښاریانو مقاومت وښود، څو د کابل ښاروالۍ د مسئولانو د کار مانع وګرځي، خو یادې ادارې وکولای شول څو د ښاري نظم د راتګ په اړه خپلو موخو ته و رسیږي.
د خیرخانې مینې د لومړی حصې په ګولایي سیمه کې د ښاري نظم عملیاتي پلان تطبیق شو!
20 جدی 1399