د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د ایران له سفیر سره ولیدل!

21 جدی 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوید مرغومې په ۲۰ نېټه د کابل ښاروالۍ- تهران او نورو لویو ښارونو ترمنځ د ګډو همکاریو او د کابل او تهران ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د غښتلتیا په موخه د ایران له سفیر ښاغلي بهادر امینیان سره ولیدل. کابل ښاروال لومړی د ایران له سفیر سره د کابل ښاروالۍ نوي پلانونه او پروګرامونه او دغه راز د کابل ښار لرلید شریک کړ او په پلي کیدو کې یې د ایران همکاري اړینه وبلله. کابل ښاروال دغه راز له نوموړي وغوښتل څو تهران ښاروالي او د ایران د نورو لویو ښارنو ښاروالۍ د ښاري مدیریت، خدمتونو وړاندې کولو، ښاري پرمختیا او نورو برخو کې خپلې تجربې او لاسته راوړنې له کابل ښاروالۍ سره شریکې کړي. ورته مهال ښاغلي امینیان د ایران او کابل ښاروالۍ ترمنځ د اړیکو د پراختیا او همکاریو په برخه کې علاقمندي وښوده او له کابل ښاروال یې بیا غوښتنه وکړه چې د ښاري په مدیریت په برخه کې د تجربو شریکولو په موخه له یوه کاري هیات سره په ګډه ایران ته سفر وکړي، چې د کابل ښاروال له لوري یې دا غوښتنه ومنل شوه. دواړو لورو د ښاري مدیریت په برخه د لوړو موډلونو،مثبتو تجربو ، دخدمتونو ، ښاري پراختیا او ظرفیت لوړونې په برخو کې د تهران او نورو لویو ښارونو د ښاروالیو او کابل ښاروالۍ د لاسته راوړنو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې. کابل ښاروال هیله وښوده، څو د تهران او کابل ترمنځ اړیکې پراخې شي او دا دوه ښارونه ایران او افغانستان په سیمه کې الګو و اوسي.