د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د ساتنې،مراقبت او کار ریاست پر بډاینې ټینګار وکړ!

21 جدی 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د مرغومې په ۲۳ مه نېټه د چارو غوره ترسره کیدو او په ښاري رغونو کې له ماشینرۍ او نورو امکاناتو څخه د سمې ګټې اخیستنې موخه د یادې ادارې له ساتنې،مراقبت او کار ریاست څخه لیدنه وکړه. کابل ښاروال وویل چې له شته وسایلو څخه به له دې وروسته د اړوندو پروژو په پلي کیدو کې غوره ګټه اخیستل کیږي،څو له یوه لوري کاري ظرفیت لوړ شي او له بل لوري له کارونو غوره او ګټوره ترلاسه شي. کابل ښاروال دغه راز د ماشینرۍ د ترمیم او نویو د تدارک په اړه څانګو ته لازمې لارښوونې وکړې،څو اړین اقدامات ترسره شي او د ساتنې،مراقبت او کار ریاست شته ستونزې په ځانګړې توګه د ظرفیت لوړونې په برخه کې حل شي. نوموړي ټینګار وکړ،چې له شته امکاناتو باید د خدمتونو په وړاندې کولو ګټه پورته شي او دغه راز د یادې ادارې کارکوونکي ډیره هڅه وکړي څو خپلې دندې په سمه توګه پر مخ یوسي.